Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

بشپړ نوم یې (Marie-Joseph Paul Yves Roch Gilbert du Motier, Marquis de Lafayette) دی، په نوم کې یې د (Lafayette) املا (La fayette) هم لیکل کیږي. د فرانسې اریستوکرات یا اشراف او د فرانسې د پوځ افسر وو چا چې د امریکا په انقلابي جګړه (American Revolutionary War) کې برخه اخیستې او په مختلفو جګړو کې د امریکایي پوځ قومندان وو، په دې جګړو کې د یارک ټاون محاصره (Siege of Yorktown) جګړه هم شامله ده. وروسته چې کله بېرته فرانسې ته راوګرځېد نو د فرانسې په دوه انقلابونو کې چې یو په ۱۷۸۹ کال او بل په ۱۸۳۰ کې رامنځته شوي کلیدي شخصیت وو.
 
لفاېت د فرانسې د سوېل په مرکز کې د شوانیک ولایت په یوه شتمنه ځمکه لرونکې یا د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی. په کم عمر کې یې د فرانسې جګړیز دودونه تعقیب کړل او په ۱۳ کلنۍ کې پوځي افسر شو. وروسته یې فکر کوه چې د امریکا د انقلابي جګړې اشرافي دی او له همدې امله یې نوې نړۍ ته د ویاړ ګټلو لپاره سفر وکړ. په ۱۹ کلنۍ کې تورن جنرال شو. په (Battle of Brandywine) جګړه کې ټپي شو او له رغېدو وروسته یې د روډ ټاپو جګړه (Battle of Rhode Island) کې برخه واخیسته د جګړې پر مهال فرانسې ته راوګرځېد تر څو د انګرېزانو ضد امریکایانو ته د فرانسې لخوا مرسته شوي مهمات ورسوي او په کال ۱۷۸۰ کې بېرته امریکا ته وګرځېد او په (Continental Army) پوځ کې لوړه رتبه ورکړل شوه.
 
لفاېت بېرته فرانسې ته وګرځېد او په کال ۱۷۸۷ کې د ( Assembly of Notables) په نامه شورا ته کاندید شو. یاده شورا مالي بحران ته د غبرګون لپاره جوړه شوې وه. په کال ۱۷۸۹ کې د (Estates-General of 1789) شورا غړی شو په دې شورا کې د فرانسې روحانیون، اشراف او عام خلک سره راغونډېدل. کله چې په فرانسه کې (National Constituent Assembly) شورا جوړه نو لېفاېت د بشر او د اتباعو د حقوقو د اعلامې په لیکلو کې د توماس جېفېرون (Thomas Jefferson) په ګډون مرسته وکړه. له دې پرته یې د غلامۍ ختمولو کلک ملاتړ وکړ او د خلکو د پوهاوي لپاره یې د ازادۍ فلسفه وکاروله تر څو بل غلام نکړي.
 
له (storming of the Bastille) پېښې وروسته د فرانسې د ملي ګارډ سر اعلی قومندان وټاکل شو. په کال ۱۷۹۲ کې وړو ډلو هڅه وکړه چې لفاېت ژوندی ونیسي خو لفاېت د اتریش نیدر لنډ ته تېښته وکړه هلته د اتریش پوځ ونیوه او پنځه کاله یې زنداني کړ. په کال ۱۷۹۷ کې له زندانه ازاد شو او فرانسې ته راوګرځېد په دې وخت کې د ناپلیون بوناپارټ (Napoleon Bonaparte) حکومت وو خو لېفاېت په حکومت کې له ګډون کولو ډډه وکړه. په ۱۸۱۴ کال کې له (Bourbon Restoration) وروسته د فرانسې د تقنیني شورا یا مقننه جرګې (Chamber of Deputies) غړی شو او په یاد مقام کې یې د ژوند پاتې ډېر برخه تېره کړه. په کال ۱۸۲۴ کې د متحده ایالتونو ولسمشر جېمس مونوروی (James Monroe) متحده ایالتونو د ملت د مېلمه په توګه دعوت کړ. کله چې متحده ایالتونو ته ولاړ نو ټولو ۲۴ ایالتونو ته یې سفر وکړ. هر ایالت ته په رسېدو یې خلکو ډېر زیات تود هر کلی وکړ.
 
په کال ۱۸۳۰ کې د فرانسې د دوېم انقلاب په دور کې یې د دکتاتور کېدو وړاندیز رد کړ او د دیکتاتور حکومت پر ځای یې د لویي فیلیپ ( Louis-Philippe) د پاچا کېدو ملاتړ وکړ. خو کله چې فلیپ استبدادي حکومت یا مطلقه پاچایي په عامه پښتو کې د ټول واک په خپل لاس کې د نیولو هڅه وکړه نو ورسره مخالف شو. د ۱۸۳۴ کال د مې په ۲۰ مړ شو او د پاریس په (Picpus Cemetery) هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. ځینې خلک یې د دواړو نړیو (زړې نړۍ چې اروپا کې فرانسه ده او د نوې نړۍ د امریکا لویه وچه ده) د اتل په نامه یادوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons