Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

بشپړ نوم یې (Horatio Herbert Kitchener, 1st Earl Kitchener) دی. د جون په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۰ کې زېږېدلی او د جون میاشتې په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۶ کې مړ شوی. د انګلستان د پوځ افسر، فیلډ مارشال او د مستعمرې سرپرست وو چا چې د امپراتورۍ لپاره د کمپاین له امله بد نوم ګټلی. د بدنامۍ بل لامل یې په مستعمرو کې د بوېر خلکو (Boers) ضد د ځمکو او ابادیو د سوزونې پالیسي (scorched earth policy) ده، د بوېر خلکو په دوېمه جګړه کې یې هم برخه اخیستې او د لمړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یې هم رول لرلی.
 
په کال ۱۸۹۸ کې د (Battle of Omdurman) جګړې ګټونکی وبلل شو او وروسته یې د سوډان د کنټرول د ساتنې له امله رتبه لوړه شوه او ( made Lord Kitchener of Khartoum) شوو. د ۱۹۰۰–۱۹۰۲ کلونو ترمنځ د لوی درستیز په توګه یې په دوېمه بوېر جګړه کې کله چې لارډ رابرټ د بوېر جمهوریت نیوه نو هربرټ پکې کلیدي رول ولوبوه. وروسته مصر ته د انګلیستان د جاسوس او کونسل په توګه ولاړ.
 
په ۱۹۱۴ کې کله چې لمړۍ نړیواله جګړه پیل شوه نو د کابینې وزیر ( د جګړې لپاره د بهرنیو چارو وزیر) وټاکل شو. هربرټ په دې پوهېده چې نړیوله جګړه ژر پای ته نه رسیږي نو مخکې له مخکې یې جګړې ته هر ډول چمتوالی ونیوه له دې څخه یوه هڅه یې رضاکار پوځ جوړول وو. له دې پرته یې په تولید کې پراخوالی رامنځته کړ تر څو په (Western Front) کې جنګ پر مخ بوځي. په کال ۱۹۱۵ کې د (shortage of shells) پېښې مسول هم ګڼل کیږي د یادې پېښې له امله په انګلستان سیاسي بحران رامنځته شو او په انګلستان کې د ایتلافي حکومت جوړېدو لامل شوه او هربرټ یې هم پر مهماتو او ستراتیژۍ له واک او کنټرول څخه لرې کړ.
 
په کال ۱۹۱۶ کې د جون په ۵ نېټه روسې ته روان وو تر څو له روسانو سره په (HMS Hampshire) مذاکرات وکړي خو په لار کې د جرمنانو ماین والوزوه او په اوبو کې ډوب او مړ شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons