Charles Lavigerie – چارلز لاویجري

د ۱۸۲۵کال، د اکتوبر په ۳۱ نېټه، د فرانسې په بایون سیمه کې زېږېدلی او ۱۸۹۲ کال، د نومبر په ۲۶ نېټه، د الجیریا په الجیر کې مړ شوی. د فرانسې کاردینال او او د کارتاج او الجیر ارکيبي شاپ وو. د عیسویت د کتولیک ډلې روحاني وو او په فرانسه کې یې د ارکیبي شاپ مذهبي مقام لره. چارلز لاویجري فرانسوی کتولیک ماموریت تاسیس کړ تر څو په ټوله افریقا کې عیسویت ته کار وکړي. د شمالي افریقا او د افریقا سوېل کې یې تور پوسته عیسویت ته را وبلل. پخوا اروپایانو افریقایان غلامان کول او دوي به یې پلورل د لاویجري دوېمه چاره د غلامۍ ضد کلکه مبارزه وه. په افریقا کې یې د عیسویت تبلیغ کوونکو ته (white father) مقام تاسیس کړ. په درېم ګام کې یې د عیسویت نور مامورین سوډان، سهارا، تونس او تریپولیتانیا ته ولیږل. په اروپا کې یې د هڅو ملاتړ د کتولیک عیسویانو پاپ او د جرمني سیاست پوه اوتو ون بیسمارک کوه. په ورته وخت کې د فرانسې حکومت د روحانیونو ضد خوځښت پیل کړی وو په دې وخت کې د فرانسې رهبر سیکولر لیون ګامبېتا وو.
 
چارلز ویجري د فرانسې په بایون کې زېږېدلی او زده کړې یې د پاریس په سنت سولپیس کې کړي. په ۱۸۴۹ کې کشیش وګمارل شو. وروسته له ۱۸۵۴ تر ۱۸۵۶ کال پورې په سوربون کې د کلیسا د مخینې یا تاریخ پروفیسور شو. په ۱۸۵۶ کې د ختیځ لور کې د عیسویت د مکتبونو رهبري ورپغاړه شوه او له اسلامي نړۍ سره اړیکه کې شو. په ۱۸۶۰ کې په سوریه او لبنان کې د موحدون دروز په نامه د مسلمانانو یوې ډلې له عیسویانو سره جګړه پیل کړه او جګړې د عیسویانو ټول وژنې ته لمن ووهله، په همدې کال کې چارلز لبنان او سوریې ته سفر وکړ تر څو د جګړې مخنیوی وکړي، خپلو عیسویانو سره خواخوږي او غمشریکي وکړي او له نورې جګړې یې سولې ته راوګرځوي. کله چې بېرته اروپا ته راوګرځېده شوالیه مډال ورکړل شو او په روم کې په نوې دنده وګمارل شو. له روم وروسته د کتولیک ادارې نورې دندې ورته وړاندیز کړې خو چارلز رد کړې او په افریقا کې یې ماموریت ته ملا وتړله. په ۱۸۶۸ کې د مې په ۱۱ نېټه افریقا ته ورسېده. په افریقا کې چې کله لوی قحط راغی لمړۍ چاره یې یوه کلي ته دیتیمانو راغونډول وو.
 
په افریقا کې یې د یتیمانو له راغونډولو سره مارشال مکماهون مخالفت وکړ. د مخالفت لامل یې په الجیریا کې د مسلمانانو شتون وو، اسلام د الجیریا رسمي مذهب وو او مارشال فکر کوه که چېرې چارلز ته اجازه ورکړي نو د مغرب خلک به هم الجیریا ته د اسلام د تبلیغ او مسلمانانو مرستې ته ډلې ولیږي کوم چې د مذهبونو ترمنځ مخالفت او واټن اخیستو ته لار هوارولای شي او الجیریا د اروپایانو له لاسه ویستلای شي. خو د چارلز لاویجري ځواب دا وو چې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ کوم توپیر نکوي او ټولو سره د مرستې لپاره الجیریا ته راغلی دی.
 
په ۱۸۷۱ کې دوه ځلې د فرانسې ملي شورا ته کاندید شو خو دواړه ځلې یې ټاکنې وبایللې. په ۱۸۷۲ کې یې د افریقا د نوتر دام جامع کلیسا بنسټ کېښود. په ۱۸۶۸ کې یې افریقا کې د عیسویت د تبلیغ لپاره د مامورینو د ادارې بنسټ کېښود.
 
Lavigerie Syrie
L’abbé Lavigerie en Syrie.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons