Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

د ۱۷۲۴ کال، د اپرېل په ۲۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې کوم چې اوسمهال د روسې کالینینګراد ښار دی زېږېدلی او د ۱۸۰۴ کال، فېبرورۍ په ۱۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې مړ شوی. مذهب یې د لوېدیځ فلسفه وه، د روڼ اندۍ په دور کې یې ژوند کړی. د جرمني فیلسوف وو. مور یې انا نېګینا روټر کونیکزبرګ کې زېږېدلې او د ۱۶۹۷–۱۷۳۷ ترمنځ یې ژوند کړی په ۱۹۴۶ کې د دې ښار نوم کالینینګراد ته بدل شو. پلار یې جوهان جورج کانټ د جرمني د نورېمبرګ ښار وو. پلار یې د اسانو لپاره د زین او نورو وسایلو جوړونکی وو.
 
کانټ ګمان کوه چې د پلرونو اصلي ځای یې سکاټلنډ دی خو په دې اړه کوم ثبوت نشته خو ډېر خلک ګمان کوي چې اصلیت یې د لیتوانیا دی. د کانټ مور او پلار ۹ بچیان لرل او خپله یې څلورم اولاد وو. کورنۍ یې عیسویان وو او په پیل کې یې نوم (Emanuel) پرې ایښی خو وروسته یې خپل نوم (Immanuel) ته بدل کړ. کانټ په داسې کورنۍ کې لوی شوی چې مور پلار یې ګمان کوه وهل ټکول یې د اولاد راتلونکې ښه کوي. تربیه کوونه یې په پوهاوي نه بلکې له هرې ناسمې کړنې وروسته جزا وه او په زوره یې پرې عبري او لاتیني ژبه زده کوله تر څو مذهبي پاتې شي. تر فلسفې مخکې ښوونکی او ښه لیکوال وو. د ژوند تر پایه یې واده ونکړ. ملګري یې لرل او له خپلو ملګرو سره به یې هر ورځ لیدل. د کانټ په اړه تر ټولو نامتو وینا داده چې کانټ په ټول ژوند کې تر ۱۶ کیلو متره لرې سفر ندی کړی او لامل یې د ښوونکي په توګه بوختیا وه.
 
کانټ په کم عمر کې زده کړو سره خپله طبیعي علاقه وښوده. په پیل کې یې زده کړې په (Collegium Fridericianum) کې وکړې او د ۱۷۴۰ کال د اوړي په پیل کې ترې فارغ شو. په ۱۷۴۰ کې ۱۶ کلن وو او د (University of Königsberg) پوهنتون کې داخله وکړه. په پوهنتون کې یې د ګوټ فریډ لیبنیز، کرېسشن والف او مارټین کنوتزېن فلسفه ولوسته. تر ټولو زیاتې چارې یې د پوهې په تیوري (epistemology)، ښکلا پېژندنه (aesthetics) او اخلاقي فلسفه (ethics or moral philosophy) کې کړي چارو یې په فلسفیانو او ایډیالیزم لوی اغیز لرلای.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons