Jacques-René Hébert

د ۱۷۵۷ کال، د نومبر په ۱۵ نېټه، د فرانسې په الانسو کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه، په پاریس کې مړ شوی.
د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې جورنالست او د (Le Père Duchesne ) افراطي ورځپاڼه تاسیس کوونکی وو. د (Hébertists) سیاسي ډلې مشر کومې چې زرګونه افراطي پلویان لرل. ډېر خلک یې د خپلې ورځپاڼې (Le Père Duchesne) په نامه یادوي.
 
په بورژوا کورنۍ کې زېږېدلی وو، په کال ۱۷۸۰ کې پاریس ته راغی او لس کاله ژوند یې په غربت کې تېر کړل. په کال ۱۷۸۹ چې کله د فرانسې انقلاب ته لمن ووهل شوه نو جک یې په ډېره زیاته علاقمندۍ سره استقبال وکړ. په کال ۱۷۹۰ کې یې په لیکنو پیل وکړ لمړۍ لیکنې یې سیاسي خندونکي طنزونه وو. ورځپاڼه یې په لمړي ځل د ۱۷۹۰ په نومبر کې راڅرګنده شوه او ډېره ژر د فرانسې د انقلاب بریالۍ ورځپاڼه شوه. په خپلې ورځپاڼې کې یې ډېر تمرکز پر اشرافو او د اشرافو پر حکومت کړی وو. په کال ۱۷۹۲ کې یې د خپلې ورځپاڼې  له لارې د شپاړسم لویي پاچا پر ضد له دښمنۍ ډک کمپاین پیل کړ.
 
د (Cordeliers Club) اغیزمن او پر نفوذه مشر شو له مشرۍ سره سم یې د انقلابي بغاوت پلان جوړ کړ کوم پلان چې د فرانسې پاچايي په کال ۱۷۹۲ کې د اګسټ په ۱۰ نېټه نسکوره کړه. د جک په لیکنو کې د وخت د مذهبي کړنو په اړه هم طنزونه لیکل کېدل او کله چې یې چې د اشرافو حکومت ړنګ کړ نو لمړۍ چاره یې له (Notre-Dame Cathedral) عیسوي کلیسا څخه یې د بې مذهبو یا بې دینو (Temple of Reason) کلیسا جوړه کړه – د فرانسې له انقلاب وروسته (Temple of Reason) د الحاد یا بې دینۍ کلیسا ته وېل کېده. له دې چارې سره سمې تقریبا نورې ۲۰۰۰ کلیساګانې په خپله خوښه د الحاد یا بې دینۍ کلیسا ته بدلې شوې. وروسته یې خپل ځان په پاریس کې (procurator-general of the Commune) ته کاندید کړ کومې ادارې چې په ټول پاریس کې واک لره او د (Jacobin Club) غړی شو. د کال ۱۷۹۲ په سپټمبر کې یې په (National Convention) کې چاره پیل کړه چېرې چې جاکوبن د منځلارو جیرونده (Girondin) خلاف له تیري ډک کمپاین پېل کړ. جک د سنکولوت (sansculotte) د دې چارې لپاره خپله ورځپاڼه غږېدونکې خوله کړه او د شپاړسم لویي پاچا لپاره یې د اعدام جزا، د جیرونده له منځه وړل او د انقلابي حکومت تاسیس غوښتنه یې وکړه. په کال ۱۷۹۳ کې د فرانسې د رومان کتولیک ډلې ضد کمپاین پیل شو او هڅه کېده چې یاده ډله له منځه ولاړه شي. جک د دې خوځښت کلک ملاتړ وکړ
د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۱۴ نېټه له خپلو ۱۷ نورو ملاتړو سره له نیول کېدو وروسته اعدام شو. د حکومت دې تېروتنې حکومت د ۱۷۹۴ کال په جولای کې اړ ایسته چې (Jacobin) دیکتاتوري کې ونډه واخلي.
AduC 046 Hébert (J.R., 1755-1794)
Jacques Hébert (J.R., 1755-1794) By H. Rousseau (graphic designer), E. Thomas (engraver)

Comments

This post currently has 63 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons