Monotreme – هګۍ اچونکي تی لرونکي

د ډلې نوم یې مونوټرېماټا (order Monotremata) ده، د تی لرونکو ټول هغه ډولونه دي چې هګۍ کوي. په دې ډله کې دوه ژواکي (platypus) شامل دي کوم چې د (family Ornithorhynchidae) کورنۍ غړي دي، په وچه کې ژوند کوونکي (echidnas) شامل دي د (family Tachyglossidae) کورنۍ غړي دي. په استرالیا، د استرالیا په ټاپوګانو، تاسمانیا او نیو ګینې کې ژوند کوي.
 
مونوټرېماټا د تی لرونکو تر ټولو زړه ډله ده. د دې ترڅنګ چې هګۍ اچونکي (oviparous) دي اسکلیټونه یې هم د لمړنیو تی لرونکو په څېر دي کوم اسکلیټي جوړښت چې په نورو تی لرونکو کې تکامل ته رسېدلی اویا هم له منځه تللی. د پېچلي جوړښت له امله یې له نورو تی لرونکو سره اړیکه مالومول ستونزمنه چاره ده خو جنتیکي شواهد داسې ښي چې له مارسوپیل تی لرونکو سره نږدې اړیکه لري.
 
په دې ډله کې (platypus) نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی یا دوه ژواکی، حشره خوړونکی، او د مردارو شوو جسدونو خوړونکی ده، همداسې (echidnas) په وچه کې ژوند کوي او خواړه یې مېږیان، د اوبو سپی او چونجیان دي. د (Monotremata) نوم مانا یو سوری لرونکی ده او دا نوم د دواړو نر او ښځې په وروسته برخه کې یوه سوري یا پرانیستې ته رجوع کوي کوم چې د ادرارو د دفعې او د مثل د تولید لپاره کاروي.
Prototheria collage
Prototheria collage By Platypus.jpg: User:Maksim Steropodon_model_aus.jpg: Matt Martyniuk (Dinoguy2) derivative work: Daniele Pugliesi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons