Egg – هګۍ

هګۍ په بیولوجي کې ښځینه جنسي حجره (sex cell) یا ګامېټ (gamete) ده، په بوټپوهنه کې هګۍ ته ځینې وخت مکرو ګامېټ (macrogamete) نوم اخلي، په زولوجي کې د هګۍ لپاره لاتیني نوم (ovum) دی او یاد ټول نومونه هګۍ کې یوې حجرې ته کاریږي خو هګۍ نوم یې همدې حجرې ته، د حجرې مختلفو ساتونکو یا پوښونکو غشاګانو ته او ورسره مل د خوړ وړ نورو توکه کاریږي. په انسان کې د ښځې د مثل د تولید حجرې ته هم (ovum) نوم اخیستل کیږي.
 
هګۍ ته ورته د نر ګامېټ د کروموزوم د هپلوییډ (haploid) یوازې یو سیټ لري. هګۍ د نر له ګامېټ څخه غټه وي ځکه چې د ودې حال کې د جنین د تغذیې لپاره خپل ځان کې مواد لري. د بوټو هګۍ ډېره غټه نه وي ځکه چې کوم بوټی یې تولیدوي د همدې بوټي لخوا تر هغو پورې تغذیه کیږي تر څو چې د خپل ځان ملاتړ وکړای شي. د ځینې ژو هګۍ کې د خوړو وړ توکي موجود وي او له همدې امله غټه وي.
 
له سنیداریان پرته د ټولو ژو هګۍ داخلې کې غشا لري کومه چې د (vitelline membrane) په نامه یادیږي. د ټولو غټو شمزي لرونکو او بې شمزیو هګۍ په داخل کې څو غشاء ګانې لري. ودې ته رسېدلې هګۍ تر یوه ځانګړي وخته پورې فعاله وي او له ځانګړې مودې وروسته القاح نشي کولای. د ډېرو بې شمزیو، کبانو او دوه ژواکو هګۍ کله یې چې په اوبو کې واچول شي باید له اچولو وروسته په څو دقیقو کې القاح شي. یوازې په سمندر کې د (urchin) هګۍ تر ۴۰ ساعتو پورې د القاح وړ وي. د ډېرو ژو د هګۍ د ژوند دوران له انساني هګۍ (ovum) سره برابر ده او له ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پورې د القاح وړ وي.

Adolphe Millot oeufs-fixed
Adolphe Millot oeufs-fixed By Adolphe Millot
Chicken egg diagram
Chicken egg diagram By KDS4444
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons