Tongue – ژبه

ژبه په ډېرو تی لرونکو کې د مختلف ډوله عضلاتي خوځښت وړتیا لري، د خولې په سطحې کې موقیعت لري. په ځینو ژو لکه چونګښه کې د اوږدېدو وړتیا لري او حشرې پرې نیسي. د ډېرو خزندګانو ژبه په اساسي توګه یو حسي غړی ده خو ځینې نور ژوي لکه پیشو خپله ژبه د ګمنځ کولو او پاکولو لپاره کاروي. په تی لرونکو کې ژبه د تېرولو او زدولو لپاره اړین غړی ګڼل کیږي، د خوند حسي عصاب هم پکې موجود دي کوم ته چې انګرېزۍ کې (taste buds) نوم اخلي او انسانانو سره په خبرو کولو کې مرسته کوي.
 
په تی لرونکو کې یو بل سره اوبدلې عضلې لري د کومو تر منځ چې شحم او مرغړي موجود وي. په انسان کې د ژبې څوکه او څنډې له غاښونو سره لګېدلې وي، په خبرو کې مرسته کوي، د خوړو په تېرولو کې مرسته کوي. د مخې او لاندې خوا سطحې یې مخاطي بهر ته وتلې غشاء لري کومې چې د (papillae) په نامه یادیږي. د انسان ژبه د سیرم تولیدونکي مرغړي (serous glands) لري کوم چې لاړو کې خپله مایع پرېږي، د خوند یا د مزې د حس عصاب لري کوم چې په خوړو کې کیمیاوي توکو ته حساس دي. د ژبې بېخ یا له پاسه خوا وروستۍ برخه کې یې د خوند یا مزې د حس عصاب نشته او جمع شوي لنفاوي نسجونه لري کوم چې د (lingual tonsils) په نامه یادیږي، په بیخ کې د سیرم او مخاط تولیدونکي مرغړي موجود دي. د ژبې وروسته خوا بانجاني رنګ لري لامل یې په دې برخې د وینې زیات رګونه دي. د انسان د ژبې په پای کې د عصابو بنډولونه، عضلې او شریانونه موجود وي کوم چې د ژبې له نورو برخو سره نښلي.
 
د ژبې اړین رول د مزې یا خوند حس ده. د انسان په ژبه کې په هر (taste bud) کې له ۵۰ تر ۱۵۰ پورې د خوند اخیستونکې یا ترلاسه کوونکې حجرې (taste receptor cells) موجودې وي. پنځه بنسټیز خوندونه مالګین خوند، تریو یا اسید لرونکی خوند، تریخ، خوږ او د ګلوتامیک مالګې اسید لرونکی خوند یا امینو اسید خوند. هر یو د خوند اخیستونکی یا ترلاسه کوونکی ځانګړي خوند ته حساس وي. د خوړو ټولټال مزه د خوندنو له ترکیب څخه رامنځته کیږي. که چېرې خوله کې سرطان او (leukoplakia or white patches, fungus infection, congenital defects) موجود وي نو خبرو، د خوند احساس او خوړو تېرولو کې ستونزه پیدا کیږي.

1402 The Tongue
Tongue By OpenStax
Tongue
Tongue By Hariadhi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons