Mountain degu – غرنی ډیګو

د ډول علمي نوم یې (Octodontomys gliroides) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اوکتودونتومیس نسل (genus Octodontomys) کې یوازینی ډول دی. د ارجنټینا، بولیویا او چیل د اند غرونو په لمنو کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۸ انچه او د لکۍ اوږدوالی تر ۵ انچه پورې وي. له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. د تنې پاسه برخه یې خړ نسواري او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ لري. د ورځې لخوا فعالیت کوونکی، واښه خوړونکی دی.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل اوکتودونتومیس
NeoctodonSimonsiSmit
Neoctodon simonsi = Octodontomys gliroides. Image by Joseph Smit  (1836–1929)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons