Mountain viscacha rat – غرنی ویسکاچا موږک

د نوم املا یې (mountain vizcacha rat) هم لیکل کیږي. د ډول علمي نوم یې (Octomys mimax) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اوکتومیس نسل (genus Octomys) کې یوازینی ډول دی. په ارجنټینا کې پیدا کیږي. موږک ته ورته ژوي دي، د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۱ تر ۱۸ سانتي متره او وزن یې له ۸۵ تر ۱۲۰ ګرامه پورې رسیږي. تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږده لکۍ لري، اوږدې پښې لري. د تنې پاسه برخه یې روښانه نسواري او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ کې وي. ببره لکۍ لري. د شپې لخوا فعالیت کوونکی، یوازې ژوند کوونکی دی. ورځ د ډبرو په چاودونو کې تېروي. واښه خوړونکي دي او د بوټو په پاڼو، میوې او تخمونو ځان تغذیه کوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل اوکتومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons