Octodon – اوکتودون

په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. تر ټولو زیات پېژندل شوی ډول یې عام ډیګو دی. د ډیګو څلور ډولونه پکې شامل دي، یوازې دوه ډولونه یې د شپې لخوا ژوند کوونکي دي.
د سوېلې امریکا شخوند وهونکي ژوي دي. په بنسټیزه توګه د اند غرونو په ټیټو غونډیو او ګړنګونو کې پیدا کیږي. د چیل یو تر ټولو عام تی لرونکی ژوی دی کوم چې تر ۱۲۰۰ متره پورې لوړو سیمو کې ژوند کوي. له ډبرو او بوټو سره نږدې هوارو ګیا لرونکو سیمو کې ژوند کول خوښوي.
ډېګو غټ سر، غټې سترګې او بې وېښتو غوږونه لري. وزن یې له ۱۷۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې رسیږي او له ۲۵ تر ۳۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، له بدن څخه لنډې له ۸ تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدې لکۍ لري. د هرې سترګې لاندې او پاسه زېړ خال لري. د بدن پاسه برخه یې نسواري زېړ او لاندې برخه یې کریمي زېړ رنګ لري، ځینې غړي یې غاړه کې هم د زېړ رنګ کړۍ لري.
د ورځې لخوا فعال وي په ځانګړې توګه سهار وخته او غرمه ناوخته وخت کې. په کالونۍ کې ژوند کوونکي دي، پېچلي غارونه باسي او غارونو کې یې زیاتې خونې او یو عمومي کوریډور موجود وي. د خوړو پیدا کولو لپاره د پام وړ واټن وهي. د بوټو او وړو ونو څانګو ته هم خیژي. خواړه یې پاڼې، د ساقې پوستکی، تخمونه او میوه ده. په ژمي کې خوب نکوي او د ټول کال په اوږدو کې فعال وي. په خپلو سمڅو کې د ژمي لپاره خواړه ساتي. کالونۍ یې له پراخه شوې کورنۍ جوړه وي او په کال کې یو ځل له یوه تر لسو پورې بچیان زېږوي. د اومېندوارۍ موده یې تر ۳ میاشتو پورې وي. غټ یې له خپل ځان سره وړو بچیانو ته شنه واښه هم راوړي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل اوکتودون

په اوکتودون نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons