Spalacopus – سپالاکوپوس

په سپالاکوپوس نسل (genus Spalacopus) کې یوازې یو ډول کورورو (Coruro) شامل دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې شخوند وهونکی ژوی دی. په مرکزي چیل کې پیدا کیږي. په مختلف ډوله چاپېریال کې د سمندر له غاړې نیولې تر غرونو پورې سیمو کې ژوند کوي. سمڅې وېستونکی دی په کالونۍ کې ګډ ټولنیز ژوند کوي.
 
تېز نسواري رنګ لري، د بدن رنګ یې په پښو کې تور رنګه شوی وي. وړې سترګې او واړه غوږونه لري. د بدن جوړښت یې د ځمکې لاندې ژوند کولو ته برابر دی. غټ ثنایا غاښونه لري. په مخکینیو پښو کنده باسي او په وروستیو پښو خاوره بهر غورزوي. کله چې په یوه سیمه کې خواړه کم شي په ډله ایزه توګه بلې سیمې ته کډوال کیږي او نور غارونه باسي. په وښو، ریښو او پیاز غوټو ځان تغذیه کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل سپالاکوپوس
Spalacopus cyanus - Museo Civico di Storia Naturale Giacomo Doria - Genoa, Italy - DSC02864
Photo by Daderot

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons