Radiative forcing – له وړانګو ترلاسه شوې او فضا ته منعکسې شوې انرژۍ ترمنځ توپیر

د ځمکې لخوا له لمریزو وړانګو د ترلاسه کېدونکې او بېرته فضا منعکسه کېدونکې انرژۍ ترمنځ توپیر ده. هغه اغیزونه کوم چې د ځمکې په اقلیم کې بدلون رامنځته کوي، د وړانګو تعادل ته تغیر ورکوي، تودوخه کموي یا زیاتوي د (Radiative forcing or climate forcing) په نومونو یادیږي. د (Positive radiative forcing) مانا داده چې ځمکه له لمریزو وړانګو د منعکس کولو په پرتله زیاته انرژي تر لاسه کوي او په ځمکه کې د تودوخې لامل ګرځي. برعکس (negative radiative forcing) په دې مانا ده چې ځمکه له لمریزو وړانګو د انرژۍ د لاسته راوړنې په پرتله زیاته انرژي فضا ته منعکس کوي او په ځمکه کې د سړو رامنځته کېدو لامل ګرځي. معمولا د اتوموسفېر په پاسه برخه کې کچه کیږي او د کچې واحد یې په د ځمکې د سطحې مترمربع کې واټ ( watts per square meter of the Earth’s surface) ده. که چېرې یې غلظت زیات وي د شنو خونو د ګازونو نوم ورته اخیستل کیږي.

Radiative-forcings
Radiative-forcings By Leland McInnes
ModtranRadiativeForcingDoubleCO2
ModtranRadiativeForcingDoubleCO2 By Incredio
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons