Rudolf Oskar Robert Williams Geiger – روډولف اوسکار ویلیمز ګایګر

د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۹۴، د جرمني په اېرلانګېن کې زېږېدلی او په کال ۱۹۸۱، کې مړ شوی. ګایګر د جرمني هوا پېژندوکی او اقلیم پېژندونکی وو پلار یې ویلهلم ګایګر (Wilhelm Geiger) د ایندیانو یا هندیان د فلسفې، تاریخ او ادبیاتو متخصص یا هند پېژندونکی، ورور یې هنس ګایګر (Hans Geiger) فزیک پوه وو. ګایګر له ولادي میر کوپېن (Wladimir Köppen) سره په ګډه پر اقلیمي ډلبندۍ (Köppen-Geiger climate classification) کار کړئ.
 
له دې پرته ګایګر د محدود سیمې د اقلیم پېژندو (microclimatology) له بنسټګرو یو ګڼل کیږي، د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د ځمکې د سطحې څو متره لاندې اقلیمي وضعیت مطالعه کړ، د وښیزو ځمکو، د فصل لرونکو او ځنګل لرونکو ځمکو له څارنې، څېړنې او مطالعې وروسته یې په خاوره او هوا کې د اوبو، تودوخې، وړانګو د توازن اړتیا تشرېح کړه او له دې توازن سره یې د بوټو نه احساس کېدونکې پېچلې اړیکه روښانه کړه.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons