Season – فصل

د هوا د با ثباته بدلېدو له مخې کال د مودو په برخو وېشل، هرې مودې ته فصل وېل کیږي. په یو کال کې څلور فصله: ژمی، پسرلی، اوړی منی وي.
 
په شمالي نیمه کره کې ژمی د کال تر ټولو لنډو ورځو یا د ژمي له سولیټایس (winter solstice) کوم چې د ډسمبر ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او تر د پسرلي ایکینوکس (vernal equinox) پورې دوام کوي د پسرلي په ایکینوکس کې د ورځو او شپو اوږدوالی سره برابر وي او د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ پېل کیږي کوم چې د پسرلي لمړۍ ورځ ګڼل کیږي.
 
پسرلی په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له ایکنوکس یا هم کله چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي (vernal equinox) د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه پېل کیږي او د اوړي تر سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدو ورځو (summer solstice) د جون تر ۲۱ یا ۲۲ نېټې پورې دوام کوي. په جنوبي نیمه کره کې د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د ډسمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پای ته رسیږي.
 
اوړی په شمالي نیمه کره کې د (summer solstice) چې د کال ترټولو اوږدې ورځې دي (د جون له ۲۱ یا ۲۲ څخه) تر د (autumnal equinox) په کوم کې وخت کې چې ورځ او شپه په اوږدوالي کې سره برابر دي (د ډسمبر ۲۲ یا ۲۳ تاریخ) د دې دوه وختو تر منځ موده ګڼل کیږي.
 
منی په انګلستان کې ورته (Autumn) او په متحده ایالتونو کې ورته (fall) نوم اخلي. په دې موسم کې د ونو پاڼې رژیږي او له همدې امله په متحده ایالتونو کې د (fall) په نامه یادیږي. په شمالي نیمه کره کې د مني فصل د مني ایکینوکس (autumnal equinox) او د ژمي سولیسټایس (winter solstice) ترمنځ موده ګڼل کیږي.
 
له معتدلو او د شمالي قطب له سیمو بهر د کلني دوران بنسټیزه ځانګړنه د لږ نه لږ او زیات نه زیات تر منځ دوامداره توپیر ده. دا توپیر د لمر د غورزېدونکو وړانګو له زاویې او د لمریزو وړانګو د غورزېدو له مودې رامنځته کیږي.
Seasons1
Seasons By following Duoduoduo’s advice, vector image: Gothika

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons