Snowball Earth hypothesis – د واورې غونډاری د ځمکې فرضیه

په ځمکپوهنه (geology) او اقلیم پېژندنه (climatology) کې یوه تشریح ده, په لومړي ځل د امریکایي ځمکپوه جې اېل کېرشوېنک (American geobiologist J.L. Kirschvink) لخوا وړاندیز شوې. هغه وړاندیز کړی چې د ځمکې سمندر او سطحه دواړه ، په ډېرو سړو موسمونو کې له قطب څخه تر د استوا خط پورې واورې او یخونو پوښلي وو. دغه دوه ساړه اقلیمونه د ۲.۴ میلیونه تر ۵۸۰ میلیونه کلونو وړاندې تر منځ تېر شوي. د دې فرضیې په اړه شواهد په زړو ډبرو کې پیدا شوي کومو ډبرو چې د ځمکې د مقناطیسي برخې پخوانۍ نښې په ځان کې ساتلې دي. له څېړنو وروسته داسې ښکاره شوه چې دغه ډبرې د استوا خط ته نږدې د یخ دورې کې ترکیب شوي.
 
له دې پرته د منګنيز اوسپنې ۴۵ متره ډبله طبقه چې په کلاهاري صحرا (Kalahari Desert) کې ده عمر ېې تقریبا ۲.۴ میلیونه کاله ده او د واورې غونډاري د ځمکې فرضیه سره ېې عمر برابر ده د دې طبقې د تجزیه کېدنې لامل د نړۍ په اقلیم کې چټک بدلون ښودل شوی ( په چټکی سره یخونه ویلې شوي).
 
له دې فرضیه څخه دوه سوالونه راپورته کیږي یو دا چې څرنګه یخ نیولې ځمکه ګرمه شوه ؟ دویم دا چې د یخ نیونې پر وخت د ژوند بقا څرنګه امکان لره ؟
د لومړي سوال لپاره یو وړاندیز شوی ځواب دا ده چې په دې وخت کې اورشیندنې شوي او د کاربن ډایوکسایډ پرېمانه ګازونه ېې خپاره کړي چې دځمکې تودوخه ېې لوړه کړه او یخونه ویلې شول. دوېم سوال ته ممکن ځواب کیدای شي په هغه وخت کې ژوندیو د اورشیندنې له سیمو سره نږدې پناه اخیستي وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons