Spring – پسرلی

د ژمي او اوړي تر منځ د کال فصل ده، تودوخه پکې په تدریجي توګه لوړیږي، په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له ایکنوکس یا هم کله چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي (vernal equinox) د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه پېل کیږي او د اوړي تر سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدو ورځو (summer solstice) د جون تر ۲۱ یا ۲۲ نېټې پورې دوام کوي. په جنوبي نیمه کره کې د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د ډسمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پای ته رسیږي. یوازې په منځنیو او لوړو عرض البلدونو کې د ژمي له سړو د اوړي ګرمۍ ته د تودوخې انتقال ترسره کیږي، په استوایي سیمو کې د کال په اوږدو کې، په تودوخه کې کم توپیر رامنځته کیږي، د شمالي قطب په سیمو کې پسرلی ډېر لنډ وي.
 
په اروپایي ژبو کې د پسرلي مفهوم د تخم له کرنې سره تړاو لري، په دې فصل کې ټول بوټي سره له هغو چې تازه کرل شوي وي وده کوي، کوم ژوي چې د ژمي په خوب ویده شوي وي بېرته راویښیږي، په ځالو جوړولو او د مثل په تولید پېل کوي، ځینې مرغان له تودو سیمو سړو سیمو یا د شمالي قطب لور ته کډوال کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons