Stephen Henry Schneider – سټیفن هنري شنایډر

د فېبرورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۹۴۵، د متحده ایالتونو په نیویارک کې زېږېدلی او د جولای په ۱۹ نېټه، کال ۲۰۱۰، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د امریکا اقلیم پېژندونکی وو چا چې د انساني فعالیت له امله د خپرو شوو ګازونو په اړه د نړۍ پر اقلیم د اغیز او نړیوالې تودوخې خبرداری خپور کړ. شنایډر په ملګرو ملتونو کې د اوبو او هوا د تغیر په نړیواله جرګه (UN’s Intergovernmental Panel on Climate Change) کې ای پي سي سي ساینسپوه (IPCC scientist) وو. چا چې د اقلیم د بدلون په اړه په عامه پوهاوي کې لویه ونډه اخیستې او له همدې امله یې په ۲۰۰۷ کې نړیواله د سولې جایزه له الګو (Al Gore) سره په ګډه ترلاسه کړه.
 
شنایډر په کولمبیا پوهنتون (Columbia University, New York City) کې فزیک او انجنیري لوستې، په کال ۱۹۷۱ کې یې خپله پي اېچ ډي تر لاسه کړه او له دې وروسته یې اقلیم پوهنې ته مخه کړه لامل یې هم له چاپېریال ساتنې سره مینه وه. د هغو ټوټو مطالعه یې پېل کړه چې د انساني فعالیت له امله په فضا کې خپریږي او ریاضیکي فورمولونه یې جوړ کړل تر څو د تودوخې وړاندوینه وکړي. تقریبا ۴۰۰ داسې لیکنې یې خپرې کړې په کومو کې چې د اقلیم پوهنې په اړه داسې پوهاوی ده چې هر غېرې مسلکي کس پرې پوهیږي. په (National Center for Atmospheric Research, Boulder, Colo) کې یې د اقلیمي پروژو بنسټ کېښود، د اقلیمي بدلون رسنۍ (climatic change) تاسیس کړه او دا رسنۍ یې د خپل ژوند تر پایه اېډېټ کوله. په کال ۱۹۸۹ کې نړیوالې تودوخه (Global Warming ) په نامه کتاب، په ۲۰۰۵ کې د (The Patient from Hell ) په نامه کتاب او کال ۲۰۰۹ کې د (Science as a Contact Sport) په نامه کتاب خپور کړ.
Stephen Schneider, 2009 (cropped)
Stephen Schneider, 2009 By Joi Ito

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons