Summer – اوړی

د پسرلي او مني تر منځ د کال تر تولو ګرم فصل ده. په شمالي نیمه کره کې د اوړي له سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدې ورځې (summer solstice) چې د جون ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او د مني ایکنیوکس یا د کال هغه موده چې د ورځو او شپو اوږدوالی سره برابر وي (autumnal equinox) د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پای ته رسیږي. په جنوبي نیمه کره کې چې لویه برخه یې سمندر او استرالیا، نیوزلنډ او داسې نور ټاپوګان دي اوړی د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د مارچ په ۲۱ یا ۲۲ نېټه پای ته رسیږي. په منځنیو لوړو عرض البلدونو کې د اوړي تودوخه له نورو فصلونو سره برعکس ده، په استوایي سیمو کې کمه اندازه د یوې میاشتې له بلې سره توپیر کوي.
 
په اروپایي ژبو کې د اوړي لفظ له ودې سره تړاو لري په ځانګړې توګه کرل شوي بوټي بشپړ وده کوي، په دې سیمه کې په کافي اندازه ورښت کیږي، د خوړو تولید پکې زیات وي. کله چې هوا په استثنایي توګه له ۷ ورځو زیاته لنده او توده شي د ګرمۍ څپه ورته وایي. په شمالي نیمه کره کې که چېرې د اوړي په پای کې د هوا دا ډول پېښه ترسره شي ډېر خلک ورته د سپي ورځې نوم اخلي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons