Sverre Petterssen – سوېر پېټرسن

د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۹۸، د ناروې هاډسېل کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۷۴، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. پېټرسن د هوا پېژندنې په ډاینامیکي څانګه کې کومه چې د اتوموسفېر له خوځښت او له هغه ځواکونو سره چې دا خوځښت رامنځته کوي تړاو لري او په سینوپتیکي هوا پېژندنه کې یا د هوا پېژندې د مالوماتو لنډیز کوونه کې تخصص لره – سینوپتیکي هوا پېژندنه د هوا پېژندنې لپاره د هوا پېژندنې جدولونه، د هوا څارنې مالومات کاروي تر څو د هوا په اړه مالومات لنډیز کړي په ساده پښتو کې دې لنډیز ته د هوا وړاندوینه وېل کیږي کومه چې تاسې د هوا خبرونو کې ګوری.
 
د ۱۹۲۴–۳۱ کلونو ترمنځ یې د ناروې د هوا پېژندنې له ادارې (Norwegian Meteorological Service) سره کار کړی، د ۱۹۳۱–۳۹ کلونو تر منځ د همدې ادارې سیمه ایز ریس شو. په کال ۱۹۳۹ کې د ماسا چوسېټس د ټکنالوجۍ انسټیټیوټ (Massachusetts Institute of Technology) ته ولاړ او هلته د ۱۹۴۰–۴۲ کلونو تر منځ د هوا پېژندنې پروفیسر او د همدې څانګې ریس شو. په کال ۱۹۴۰ کې یې (Weather Analysis and Forecasting) او په کال ۱۹۴۱ د (Introduction to Meteorology) په نامه کتابونه خپاره کړل.
 
کله چې دوېمه نړیواله جګړه پېل شوه د انګلستان د هوایي ځواک له وزارت (British Air Ministry) سره یې کارل پېل کړ، له جګړې وروسته بېرته د ناروې اوسلو ته ولاړ او له ناروې بیا د متحده ایالتونو په لور رهي شو. په متحده ایالتونو کې یې د ۱۹۴۸–۵۲ کلونو ترمنځ د هوایي ځواک د هوا پېژندنې له ادارې سره دنده تر سره کړه او له هغې وروسته د شیکاګو په پوهنتون (University of Chicago) کې د ۱۹۵۲–۶۳ کلونو ترمنځ د هوا پېژندنې پروفیسر شو، د ۱۹۵۹–۶۱ کلونو ترمنځ د هوا پېژندنې د ادارې ریس او د ۱۹۶۱–۶۳ ترمنځ د جیو فزیک څانګې ریس وګمارل شو. د شمالي قطب د هوا پېژندنې په اړه یې هم لیکل کړي.
 
Sverre Petterssen
Sverre Petterssen, famous meteorologist, in Norwegian military uniform See page for author [Public domain], via Wikimedia Commons

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons