Tropical and subtropical desert climate – د ګرمو او نیمه ګرمو سیمو د صحراګانو اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د فضا د نیمه ګرمو سیمو انټي سایکلون په دې اقلیم حاکم ده، بادونه له پورته ښکته کیږي، اسمان ډېر وخت شین وي. د ځمکې د صحراګانو ریښتینی اقلیم د کوم لنډیز چې (BW) ده د ۱۵° او ۳۰° عرض البلدونو ترمنځ رامنځته کیږي. د کوپېن (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د ګرموسیمو د صحرا ګانو اقلیم په (BWh) او د نیمه ګرمو سیمو د صحرا ګانو اقلیم په (BWk) لنډیزونو ښودل شوی.
 
له دې اقلیم څخه هغه سیمې چې ډېرې لرې پرتې دي او ډېرې وچې دي لرې شوي او ډېری برخه یې د لویو وچو لوېدیځې سیمې جوړوي کومې چې لانده بادونه لري او د انټي سایکلون بادونو څخه اغیزمنې وي.
Koppen World Map B new
Koppen World Map B new By Koppen_World_Map

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons