Siamese Cat – سیامېز
د لنډو وېښتو نامتو د کورنیو پیشوګانو نسل ده. اصلي ځای یې تایلنډ ده او سیامېز نوم یې له سیام څخه اخیستل شوی او سیام تر ۱۹۳۹ پورې د تایلنډ رسمي نوم وو. سیامېز پیشو ډنګر اوږد بدن (lithe long body) لري، ډنګرې پښې, اوږده لکۍ، اوږد شوی مخ او شنې سترګې لري. له سیام یا اوسني تایلنډ څخه په لمړي ځل په کال ۱۸۷۸ کې متحده ایالتونو ته او په کال ۱۸۸۴ انګلستان ته انتقال شوي.
بچیان یې سپین یا کریمي رنګ کې پیدا کیږي خو وروسته یې مخ، غوږونه، پښې او لکۍ تور، نیله، خړ، نصواري یا ګلابي رنګ ته بدلیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!