Sphynx cat – سفینکس پیشو
د بې وېښتو پیشوګانو کورنۍ نسل ده. په دوه ډوله جنیتیکي تغیرونو (mutations) کې پیدا کیږي. په کال ۱۹۷۵ کې د جېز اېبل (Jezabelle) په نامه پیشو یوه بې وېښتو ښځه پیشو وزېږوله. وروسته د تورنتو په ښار کې دوه بې وېښتو ښځې پیشوګانې او یو بې وېښتو نر منګو په سرک کې وموندل شول او له دوی څخه دوېم بې وېښتو بچی په ۱۹۷۸ کې پیدا شو. هر وخت لمبول یې اړین دي تر څو یې پوستکی له غوړو او خیري وساتل شي. همداسې یې باید غټ اوږده غوږونه له دوړو او تولید شوی موم (wax) څخه هر وخت پاک کړل شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!