Westland Whirlwind

د انګلستان درنده جنګ کوونکې، د دوه ماشینو لرونکې الوتکه وه. د انګلستان د سلطنتي هوایي ځواک لمړۍ د یوه پیلوټ او دوه ماشینو درنده الوتکه ګڼل کیږي. په خپل وخت کې تر ټولو چټکه جنګي الوتکه وه. د ماشین (Rolls-Royce Peregrine engine) تولید یې خورا زیات وخت نیوه او له همدې امله یوازې یو څو الوتکې تولید شوې. په دوېمه نړیواله جګړه کې یوازې درې عملیاتي قطعو کارولې. سره له دې چې ښې برید کوونکې او جنګ کوونکې وې بیا هم په کال ۱۹۴۳ کې له پوځي کارونې څخه ووېستل شوې.
 
جوړونکی شرکت یې (Westland Aircraft Limited) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د اکتوبر په ۱۱ نېټه کړې، پوځي کارونه یې په کال ۱۹۴۰ کې پیل شوې، د ۱۹۴۳ کال په ډسمبر کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force) وو، د ۱۹۴۰ – ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۱۶ دی.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۹.۸۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۷۲ متره
لوړوالی : ۳.۳۵ متره
د وزرو سطحه : ۲۳.۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۷۷۷ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۷۰۷ کیلو ګرامه
زیات نه زیات د ناستې لپاره وزن : ۵۲۰۲ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Rolls-Royce Peregrine I liquid-cooled V12 engine, 885 hp (660 kW) at 10,000 ft (3,050 m) with 100 octane fuel
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۸۰ کیلو متره
وسله : څلور (Hispano 20 mm cannon) ماشیندارې هره یوه کې ۶۰ مرمۍ، دوه د ۱۱۵ کیلو ګرامه بمونه یا ۲۳۰ کیلو ګرامه بم

Whirlwind Mk I in flight, loaded w 2 500-lb GP bombs underwing, AAEE Boscombe Down
Whirlwind Mk I in flight, loaded w 2 500-lb GP bombs underwing, AAEE Boscombe Down By Royal Air Force official photographer
Whirlwind 263 Squadron Winter 1941-1942
Whirlwind 263 Squadron Winter 1941-1942 By Royal Air Force

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons