Westland Wallace

د انګلستان د سلطنتي هوایي ځواک د ټولو موخو لپاره الوتکه وه، د دوه جګړو ترمنځ طرحه شوې او تولید شوې او د وخت د لمړۍ کرښې او مرسته رسونکو هوایي ځواکونو کارولې. په دې وخت کې هوایي پرمختګ ډېر په چټکۍ پر مخ تله او له همدې امله یې نورو الوتکو ژر ځای ونیوه. لمړۍ الوتکه وه چې د هیمالیا د ایورسټ د لوړې څوکې له پاسه یې الوتنه کړې.
 
جوړونکی شرکت یې (Westland) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۱ کال د اکتوبر په ۳۱ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۳۳ کې پیل شوې، په ۱۹۴۳ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force) وو، د ۱۹۳۳-۱۹۳۶ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۰۴ دی خو له دې پرته ۶۸ (Wapitis) الوتکې د همدې الوتکې طرحې ته بدلې شوي.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۴۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۱۵ متره
لوړوالی : ۳.۵۱ متره
د وزرو سطحه : ۴۵.۳۴ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۱۷۴۲ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۶۰۸ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Bristol Pegasus IV radial piston, 680 hp (507 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۵۴ کیلو متره
وسله : دوه ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې، تر ۲۶۳ کیلو ګرامه یا ۵۸۰ پونډه پورې بمونه
Westland Wallace II
Westland Wallace II

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons