Westland Lysander

د (Lizzie) په نامه هم پېژندل کیږي. د انګلستان الوتکه وه، له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې او د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال کارېدلې، د لنډې ناستې وړتیا یې لرله او له همدې امله په مخفي عملیاتو کې وکارول شوه. ډېر وخت به د دښمن نږدې کرښو ته تلله تر څو د جګړې له لمړۍ کرښې جاسوس بېرته راولي او یا یې د څارنې لپاره ښکته کړي په ځانګړې توګه په اشغال شوې فرانسه کې د فرانسوي مقاومت په مرسته ډېر عملیات کړي.
 
جوړونکی شرکت یې (Westland Aircraft) دی، دوه کسانو (Arthur Davenport, Teddy Petter) طرحه کړې وه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۶ کال د جون په ۱۵ نېټه کړې، پوځي کارونه یې د ۱۹۳۸ کال په جون کې پیل شوې، په کال ۱۹۴۶ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force, Indian Air Force, Royal Canadian Air Force and Egyptian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۷۸۶ دی. د استرالیا، برطانوي هند، کاناډا، مصر، فنلنډ، ازادې فرانسې، ایرلنډ، پولنډ، پرتګال، سوېلې افریقا، ترکې او متحده ایالتونو هوایي ځواکونو هم پېرلې وې.
 
پیلوټان : یو خو دیو بل کس لپاره هم پکې ځای وو
اوږدوالی : ۹.۲۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۲۴ متره
لوړوالی : ۴.۴۲ متره
د وزرو سطحه : ۲۴.۲ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۸۴ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Bristol Mercury XX radial engine, 870 hp (649 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۴۱ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په اته دقیقو کې ۱۰۰۰۰ فټه
وسله : دوه مخکې فېر کېدونکې برونېنګ ماشیندارې، د تنې وروسته برخه کې ۹ کیلو ګرامه بم، د وزرو لاندې تر ۲۲۷ کیلو ګرامه پورې بمونه

Westland-Lysander-Shuttleworth-2009
Westland-Lysander-Shuttleworth-2009 By Muckypup1807
Westland Lysander
Westland Lysander Emoscopes

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons