Vought SB2U Vindicator

د متحده ایالتونو غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکه وه، په ۱۹۳۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو سمندري ځواکونو کاروله. د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال د کارېدو وړ نه وې خو په (Battle of Midway) جګړه کې یې برخه اخیستې او په ۱۹۴۳ کال کې یوازې د روزنې لپاره وټاکل شوې.
 
جوړونکی شرکت یې (Vought) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۶ کال د جنورۍ په ۴ نېټه کړې، په کال ۱۹۳۷ کې یې کارونه پیل شوې، په کال ۱۹۴۵ تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (United States Navy, United States Marine Corps, French Navy and Royal Navy) وو او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۶۰ ده. د فرانسې او انګلستان هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه پیلوټان او یو د ماشیندارې چلونکی
اوږدوالی : ۱۰.۳۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۸۰ متره
لوړوالی : ۳.۱۲ متره
د وزرو سطحه : ۲۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۱۳۸ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۸۹۳ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Pratt & Whitney R-1535-96 Twin Wasp Jr radial engine, 825 hp (616 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۰۴ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۱۰۳ کیلو ګرامه
اسلحه : دوه مخکې فیر کېدونکې (M1919 Browning machine gun and M2 Browning machine gun) ماشیندارې، یوه ماشینداره په وروسته برخه کې، تر ۴۵۴ کیلو ګرامه پورې بمونه

Vought SB2U-3 Vindicator VS-1 1-S-16 (16140609435)
Vought SB2U-3 Vindicator VS-1 1-S-16 (16140609435) By SDASM Archives
Vought SB2U-1 Vindicator
Vought SB2U-1 Vindicator By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons