Sukhoi Su-2

په روسۍ ژبه (Сухой Су-2) لیکل کیږي د شوروي اتحاد سپکه بم غورزونکې او د کشف الوتکه وه، د دوېمې نړیوالې جګړې په پیل کې کارېدلې، لمړۍ الوتکه وه چې (Pavel Sukhoi) طرحه کړې. بنسټریزې طرحې کې یې اسلحه اضافه شوه کومې ته چې (Su-4) نوم کاریږي او د برید لپاره چمتو شوي ډول ته یې (ShB) نوم کاریږي.
 
جوړونکی شرکت یې (Sukhoi) دی، طرحه کوونکي یې (Pavel Sukhoi and Andrei Tupolev) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۷ کال د اګسټ میاشتې په ۲۵ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۳۹ کال په ډسمبر کې پېل شوې، په ۱۹۴۴ کې تقاوت شوي اساسي کارونکي یې د شوروي اتحاد هوایي ځواک او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۹۱۰ وو.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۴۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۳ متره
لوړوالی : ۳.۷۵ متره
د وزرو سطحه : ۲۹ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۲۲۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۷۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۱۲۴۰ لیتره
پاور پلنټ Shvetsov M-82 radial engine, 1,044 kW (1,400 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۸۵ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ۹ دقیقو او ۸ ثانیو کې ۱۶۴۰۵ فټه
وسله : په مختلفو برخو کې شپږ (ShKAS machine guns) ماشینګڼې، لس (RS-82) راکټونه، اته (RS-132) راکټونه او تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Mock-up Sukhoi Su-2 ’38 yellow’ (38178028275)
Mock-up Sukhoi Su-2 ’38 yellow’ (38178028275) By Alan Wilson from Stilton, Peterborough, Cambs, UK

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons