Yokosuka D4Y

د جاپان غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکې وې، د جاپان د امپراتورۍ سمندري پوځ کارولې. د هماغه وخت د جګړې تر ټولو چټکه غوټه وهونکې بم غورزونکې ګڼل کېده. له بم غورزونې پرته د ځانمرګي برید لپاره هم کارېدې.
 
جوړونکی شرکت یې (Yokosuka) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۰ په ډسمبر کې کړې، کارونه یې په کال ۱۹۴۲ کې پېل شوې، په کال ۱۹۴۵ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Imperial Japanese Navy Air Service) وو، د ۱۹۴۲–۱۹۴۵ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۰۳۸ وو.
 
اوږدوالی : ۱۰.۲۲ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۵۰ متره
لوړوالی : ۳.۷۴ متره
د وزرو سطحه : ۲۳.۶ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۲۴۴۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۲۵۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Aichi Atsuta AE1P 32 liquid-cooled inverted V12 piston engine, 1,400 hp (1,044 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۵۰ کیلو متره
وسله : دوه مخکې فیر کېدونکې ۷.۷ اېم اېم (Type 97 aircraft machine guns) ماشیندارې، یوه وروسته برخه کې وروسته فیر کېدونکې ۷.۹۲ اېم اېم (Type 1 machine gun) ماشینداره، تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه خو د ځانمرګي برید لپاره پکې ۸۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارېدل

D4Y2 before take off
D4Y2 before take off By Felix c
Yokosuka D4Y-4
Yokosuka D4Y-4 By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons