2017 دسمبر

Chromosomal disorder – کروموزومي بې نظمي

ټول هغه سندروم (syndrome) دي چې د بدن د غړو او سیستمونو د ناسم جوړښت او ناسم فعالیت لامل ګرځي. سندروم د علایمو(symptom) ټولګې یا مجموعې ته وایي. دا ناسم جوړښت یا غېرې عادي فعالیت د کروموزوم غېرې نورمال تشکیل او شمېر له امله پیدا کیږي. په دې مانا چې که د کروموزوم شمېر یا… read more »

Behaviour genetics – د چلند جنتیک

په انګرېزۍ کې ورته (psychogenetics) نوم هم اخلي. د یوه اورګانېزم د جنیتیکي ترکیب په چلند باندې د نفوذ مطالعه یا هم په ساده طریقه د هغه جنیتیکي ترکیب مطالعې ته وایي چې د یوه ژوندي پر چلند نفوذ کوي یا اغیز لري، د ارث د فعل او انفعال مطالعه، تر هغه ځایه د چاپېریال… read more »

Antigenic shift

جنتیکي تغیر ده او په عفوني کوونکي عامل کې رامنځته کیږي کوم چې په ډرامتیګه توګه د انټي جېن (antigen) په نامه پروتین کې د تغیر لامل ګرځي او یاد پروتین په انسان او ژو کې د ایمني سیستم (immune systems) په ذریعه د انټي باډیز (antibodies) تولید تحریک کوي. انټي جنیک شېفټ په پراخه… read more »

Allele – الېیل

د الېلومورف (allelomorph) نوم هم ورته اخلي، یو له دوو څخه یا زېات جینونه چې په خپل نوبت یو بل پسې د کروموزوم په یوه ورکړل شوې سیمه کې رامنځته کیږي. په انګرېزۍ کې دې سیمې ته لوکس (locus) نوم اخلي. الېیل ممکن جوړه وي او یا ممکن زېات وي چې په فینو ټایپ (phenotype)… read more »

Albinism – د پوستکي سپینوالی – بدن کې د رنګدانې کموالی یا نشتوالی

البینیزم له لاتیني البس (albus) کلیمې څخه اخیستل شوی او مانا یې سپین ده. یو ارثي یا جنتیکي حالت ده په کوم چې په سترګو، وېښتو او پوستکي کې رنګدانه (pigment) نشته وي. کوم ژوي چې البینو (albino) دي وحشي ژوند کې (په ځنګلونو کې) ډېر ژر مړه کیږي او لامل یې داده چې د… read more »

Achondroplasia – اکوندرو پلېزیا

د کوندرو دیستروفیا فېټالیس (chondrodystrophia fetalis) په نامه هم یادیږي، جنیتیکي ناروغي ده، د غضروف یا کرپندوکي (cartilage) په هډوکي بدلېدو کې بې قاعده توب یا غېرې عاديتوب ده. د پایلې په توګه هغه هډوکي چې وده یې د غضروف یا کرپندوکي له مډل سره تړاو لري په ځانګړې توګه اوږده هډوکي لکه د پتون… read more »

1000 Genomes Project – د ۱۰۰۰ جینومونو پروژه

دڅېړونکو یوه نړیواله لاسورکړه یا همکاري د کومې موخه چې په نړیواله کچه د مختلفو قومونو د زېات شمېر خلکو د جینوم ترتیب کوونه وه تر څو په انسانانو کې کم از کم تر ۱% پورې د پېښېدونکي جنیتیکي توپیر نوملړ، لست یا کتلوګ جوړ کړي. د دې پروژې عمده موخه تر ۹۵% زېات توپیر… read more »

Chancelade skeleton – شانسولاد اسکلیټ

په کال ۱۸۸۸ کې د فرانسې د جنوب شرق په شانسولاد سیمه کې د انسان یا د هومو نسل (genus Homo) یو اسکیلټ چې په یوه ډبریزه پناه خونه کې خښ شوی وو کوم چې تقریبا ۱۷۰۰۰ کاله زوړ ده وموندل شو. د سر کوپړۍ یې د فرانسې یو کالبود پوه (anatomist) جان لیو تېستو… read more »

Boskop skull – د بوسکوپ د سر کوپړۍ

د جنوبي افریقا د ټرانسوال په بوسکوپ سیمه کې فوسیلي پاتې شونې وموندل شول چې د سر د کوپړۍ ګنبد (skull dome) پکې وه. په کال ۱۹۱۳ کې کار کونکو په دې سیمه کار کوه چې دا کوپړۍ یې وموندله. د سر دا کوپړۍ مکمله نه وه بلکې یوازې فرنټل یا د تندي هډوکی (frontal)… read more »

Australopithecus sediba – اوسترا لو پي تېکوس سیدیبا

د لومړنیو یو ډول ده چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی. په جنوبي افریقا کې تقریبا ۱.۹۸ میلیونه کاله وړاندې یې ژوند کوه. مورفولوژیکي یا د جوړښت (morphological) ځانګړتیاوې یې انسان ته ورته دي. لمړی فوسیلي جسد یې په امریکا کې پیدا شوي د جنوبي افریقا یوه پالیوانتروپولوجیست لي برګر (Lee Berger) پیدا او… read more »

Australopithecus – اوسترا لو پي تېکوس 

اوسترا لو پي تېکوس نسل (genus Australopithecus) ده، اوسترا لو پي تېکوس لاتیني لفظ ده او مانا یې جنوبي اېپ (southern ape) ده، په جنوبي، مرکزي او شرقي افریقا کې یې فوسیل جسدونه موندل شوي او ګمان کیږي چې یا انسان ته ډېر نږدې حیوان ده او یا د انسان پلرونه دي چې له بشپړ… read more »

Ardipithecus – اردي پي تېکوس

د زولوجیکي هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) تر ټولو زوړ پېژندل شوی نسل ده. د دې ډلې په اړه ګمان کیږي چې د اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) پلرونه دي او له همدې ډلې سره ډېر نږدې تړاو لري. اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) د اوسنیو انسانانو پلرونه هم ګڼل کیږي. اردی پي تېکوس (Ardipithecus) د ۴.۴ میلیونه کاله او… read more »

Asselar man – اسیلار سړی

په کال ۱۹۲۷ کې، د اسیلاریا اسلار فرانسوي سوډان کې چې اوسمهال مالي (Mali) ده، د فرانسویان یو پوځي پوسټ څنګ ته د انسان یو اسکلېټ وموندل شو. دا اسکلېټ تویډور مونود (Theodore Monod) او وېلاد میر بېسنارډ (Wladimir Besnard) موندلی. ځینې پوهان په دې باور دي چې د هولوسېن وخت (Holocene Epoch) دافریقا د… read more »

Ape – اېپ

د لمړۍ کورنۍ نوم یې هومینو ایدیا (superfamily Hominoidea) ده، چې د هیلوبتیدای کورنۍ (families Hylobatidae) بې لکۍ لومړني چې اوږده لاسې بېزوګانې (gibbon) دي او هومینيدای کورنۍ (family Hominidae) چې انسانان (human beings)، ګوریلا (gorilla)، د سوماترا د ونې بېزو (orangutan)، بونوبو بېزوګانې (bonobo)، چېمپانزي یا شامپانزي بېزو (chimpanzee) پکې شامل دي. اېپس له… read more »

Adapiform – اداپي شکله

د لومړنیو څو درجنه له منځه تللي ډولونه دي چې د سټرېپ سیریني فرعي ډله (suborder Strepsirrhini) جوړوي. په دې ډله کې لېمر بیزوګانې (lemurs)، لوریز (lorises)، ګالاګوس (galagos) شامل دي. اداپي شکلو تقریبا له ۳۳.۹ میلیونه تر ۵۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ په اوراسیا، شمالي امریکا او افریقا کې په ودې پېل کړی… read more »

Chimpanzee – چیمپانزي

علمي نوم یې پان تروګلودیت (Pan troglodytes) ده، د اېپ (ape) یو ډول ده او له انسان سره نږدې تړاو لري. د افریقا د ګرمو سیمو په ځنګلونو او هوارو ونو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. له البرټ جهیل، ویکتوریا جهیل ګامبیا تر د تانزانیا شمال غرب پورې سیمه کې ژوند کوي. د بدن کچه… read more »

Aye-aye – آی آی

علمي نوم یې دوبېنتونیا ماداګاسکاریانسیس (Daubentonia madagascariensis) ده، د مداګاسکار لومړني دي، د دوبېن توني ایدای کورنۍ (family Daubentoniidae) یوازې پاتې غړی ده. په ونه کې ژوند کوونکی (arboreal)، د شپې لخوا فعال (Nocturnal) او یوازې ژوند کوونکی (solitary) ده. ډېر آی آی په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي خو څه وخت مخکې د غربي… read more »

Baboon – بابون بیزو

د پاپیو نسل (genus Papio) ده، د سعودی او افریقا په وچو سیمو کې ژوند کوي، لومړنۍ بیزوګانې ګڼل کیږي، په ځمکه ژوند کوونکې (terrrestrial) دي او پنځه ډولونه لري. د تر ټولو غټ ډول نر یې چې د ډول علمي نوم یې پاپیو یورزینوس (Papio ursinus) ده تر ۳۰ کیلو ګرامه (۶۶ پونډه) پورې… read more »

Barbary macaque – باربري مکاک

علمي نوم یې مکاکا سیلوانوس (Macaca sylvanus) ده، مګوټ (magot) هم ورته وایي، په ځمکه د ژوند کونکو بیزوګانو ډول ده چې په الجیریا، تونس، مراکش او جبل الطارق (Gibraltar) کې خورا زېاتې دي. تر ۶۰ سانتي متره (۲۴ انچه) پورې یې د بدن اوږدوالی رسیږي، رنګ یې زېړ ته ورته نصواري ده، د نر… read more »

Bonnet monkey – د هند مکاک بیزو

علمي نوم یې مکاکا رادیاتا (Macaca radiata) ده، د هند په جنوب کې زېاتې دي. د سر وېښته یې لکه د ماشوم یا د ښځې خولۍ ته ورته دي او له همدې امله بونېټ نوم ورته اخلي چې مانا یې د ښځې یا ماشوم خولۍ ده. مخ یې وېښته نلري او رنګ یې ګلابي ده،… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons