Welcome to Zakria Rahimi

MAA-1 Piranha – اېم اې اې-۱ پیرانها

د انفرارېډ په وړانګې هدایت کېدونکی د لنډ واټن توغندی دی. لمړی توغندی دی کوم چې برازیل د خپل هوایي او سمندري ځواک لپاره په کور دننه جوړ کړی او وروسته یې پاکستان، کولمبیا، ایکوادور او اېندونیزیا ته صادر کړی. د جوړونې موخه یې د متحده ایالتونو د سایډ وېنډر توغندي ځای نیونه وه. ډول… read more »

R4M – ار ۴ اېم

نوم یې په جرمني ژبه کې د (Rakete, 4 kilogramm, Minenkopf) لنډیز دی مانا یې ” د ماین سر لرونکی ۴ کیلو ګرامه راکټ” ده. بل نوم یې اورکان دی. په جرمني ژبه کې اورکان توپان ته وایي، کله چې یاد توغندی وتوغول شي وروسته د لوګي ځانګړې لړۍ جوړوي او له همدې امله پرې… read more »

د کال ینګ ویناوې

د نوم تفظ یې کارل جنګ لیکل کیږي خو تلفظ یې کال ینګ دی ۱ – ته هغه څه یې چې څه کوې، هغه څه نه یې کوم چې ته وایې وبه یې کړې. ۲ – زه هغه څه نه یم چې څه ژوند کې په خپل سر راپېښ شوي، زه هغه څه یم چې… read more »

د سیګمونډ فروډ ویناوې

۱ – د زهن تر شا د ډېر پېچلي ماشین د خوځښت لپاره ځواک جنسي اړیکه ده. ۲ – خبرې لوی ځواک لري، خبرې کولای شي لویه خوښي یا ناهیلي در په برخه کړي. ۳ – مونږ په تصادفي توګه یو بل نه خوښوو بلکې هغه کس سره یو ځای کیږو چې د زهن هغې… read more »

د وېنسټون چرچل ویناوې

۱- زه نور خلکو ته غوږ نه ږدم، یوازې یې کړنو ته کتنه کوم ځکه چې چلند هېڅکله درواغ نه وایي. ۲ – ته به هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسېږې که چېرې لارې کې هر غپېدونکي سپيي ته ودرېږې او تیږې پسې واخلې. ۳ – بریا وروستۍ نه ده او ماته مرګونې نه ده،… read more »

د باور وړ اړیکې جوړول

په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د باور وړ کېدنه له نرمو وړتیاو یوه اړینه نرمه وړتیا ده. د باور کېدنې لپاره باید تاسې له ځانه داسې شخصیت جوړ کړئ کوم چې هره دقیقه بدلون نه مومي او ثابت قدمه یا بدلون نه موندونکی، د تکیې وړ کس وي. د باور وړ کېدو کس… read more »

چوکاټ کې کول

چوکاټ کې کول له موجودو مالوماتو سره تړاو لري. چوکاټ کې کوونه د دې لپاره وي چې ته پرې له خلکو د خپلې خوښې غبرګون ترلاسه کړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې په خوړو ولیکئ چې ۷۵ % بې غوړو دي نو د خلکو غبرګون به دا وي چې بې زیانه خواړه دي… read more »

احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول

احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول هغه وخت امکان لري کله چې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز ولرئ. که چېرې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز وکړئ نو دا چاره مو د اړیکو مدیریت ته، ځان پېژندنې یا له ځان خبرېدنې ته، د ټولنې پېژندنې ته او د ځان مدیریت ته اړ کوي…. read more »

فکري وده او بریا

ستاسې د زهن وړتیا هغه وخت محدوده کیږي کله چې تاسې د خپل ځان په اړه د ټولنې او کلتورونو نظرونه په خپل زهن وتپئ، په دې مانا چې د هغه څه منل کوم چې کلتور او ټولنه ستا په اړه تاته وایي. ټول انسانان د دې وړتیا لري چې د نورو له نظرونو بهر… read more »

د ځان خیال ساتنه او ناڅاپه بدلون

ته او هر بل انسان په ژوند کې بدلون تجربه کوي. ممکن بدلون د تمې خلاف وي، ممکن ناڅاپه بدلون وي، بدلون ممکن په کاري چاپېریال کې وي، ممکن ستاسې شخصي ژوند کې وي، ممکن په تنظیم کې بدلون وي، ممکن د کومې ناروغي تشخیص وي او یا هم ممکن د وبا له امله بدلون… read more »

خلاقیت او ماته خوړل

د نوښتګر یا خلاق کس یوه ځانګړنه دا وي چې که چېرې یوه کړنه یې له ماتې سره مخ شي پروا یې نه کوي. مونږ له مور او پلار، د ښونځي له استادانو او ټولنې دا زده کړي چې ماته خوړل یا تېروتنه کول بد دي. یو کس کیسه کوي وایي چې ښونکي د انګرېزۍ… read more »

خبرې اترې او خلاقیت

ته د خپلو خبرو په اندازه ځواکمن یې په دې مانا چې هر څه مو خبرې کوي او که مو چېرې خبرې اترې د خبرو اترو له هنر سره برابرې نه وي او یا ورسره په ټکر کې وي نو تاسې واک او ځواک نشئ لرلای. له خلاقیت نه بریا جوړول د خبرو اترو هنر… read more »

د مغز د څپې حالت او خلاقیت

د زهن مناسبې او سمې فضا ته وړل او له ناسمو فکرونو لرې کول دي. دا چاره په اوسمهال کې په اوسېدو کیږي. له دې پرته د مغز د اندازه کوونې لپاره د (Muse) په نوم اله هم شته کومه چې تاسې ته ښي چې مغز مو کومې څپې ته داخل شوی، یاده اله مو… read more »

د خلاقیت وړتیا ته وده ورکول

ولې خلاقیت تر هر وخت ډېر اړین دی ؟ خلاقیت د نوي فکر او نظر د یو نوي څه رامنځته کولو لپاره کارونه ده. د مختلف توکو په مختلفو طریقو جوړلو ته خلاقیت وایي. د انساني ټولنو له پیل تر اوسه هنر او خلاقیت د کلتورونو په وده کې مرکزي رول لرلای. له هغو خلکو… read more »

زهني او فزیکي روغتیا په ځان باور باندې اغیز لري

د فزیکي او زهني روغتیا لپاره تر ټولو اړین خوب، سپورت او مناسب خواړه دي. د خوب په اړه څېړنې ښي چې نورمال روغتیا لرونکی کس په یوه شپه کې د ۷ او ۹ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتیا لري. څرنګه ښه خوب کولای شو ؟ – د خوب ځای مو ارام بښونکی کړئ، پام… read more »

احساساتي غبرګون مو په ځان باور کموي

انسان د احساساتو لرونکی ژوی دی. احساسات د خوښي، مینې، وېرې، غسې او کرکې احساس دی. د رامنځته کېدو لامل یې ممکن هغه حالت وي کوم کې چې ته ېی او یا هم هغه خلک وي له کومو سره چې ته یې. احساسات مختلف ډوله احساسونه دي او هر حالت کې د غبرګون په توګه… read more »

سټرس مو په ځان باور کموي

سټرس د هڅې او مقاومت لپاره زهني یا احساساتي ځواک دی، مطلوب (غوښتل شوی) او یا نا مطلوب (ناغوښتل شوی) حالت یې رامنځته کوي. همداسې تشویش د یو داسې څه په اړه د نارامتیا او اندېښنې احساس دی د کوم چې پایله ناڅرګنده وي. مونږ ډېری وخت سټرس او تشویش لرو. لامل یې په دوه… read more »

له ماتې او بریا وېره

 – د ماتې خوړلو وېره مونږ تل له نوې زدکړې او نوو کړنو ډډه کوو ځکه چې د ماتې خوړلو وېره راسره وي او دا وېره مو په ځان باور خپل اغیز لري. که چېرې کار ځای کې یو فکر کوو چې ناسمه چاره به پر مخ یوسو، د همکارانو ترمخ به کم راشو، ترویج… read more »

په ځان باور مو څه اغیز کوي ؟

کله چې تاسې وده وکړئ په تاسې د تېر وخت تجربه، مور او پلار، د پوهې کچه، ملګري او ټولنه خپل اغیز لري. دا ټول ستاسې په باور او په ځان باور جوړولو کې ونډه لري او په خپل ځوان عمر کې د همدې باور پر بنسټ نړۍ ته کتنه کوئ. اروا پوهان وایي چې… read more »

Eastern newt – د ختیځ تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus viridescens) دی. د شمالي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي. بدن یې ټېټروډوټوکسین تولیدوي او له همدې امله یې بشپړ ودې ته رسېدلی کبان نشي ښکار کولی. تر ۱۵ کالو پورې عمر لري. تر ۱۳ سانتي پورې اوږدیږي. یوازې لاروای بچیان یې کبان او د تریتون نور ډولونه ښکار… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons